Ma We Nan Ba Hal Darta Da Zru Waim Tu Che Pa Ghusa Shwy Os Ba Sa Waim
ما وې نن به حال درته د زړۀ وايم
تۀ چې پۀ غصه شوې اوس به څۀ وایم
Ma We Nan Ba Hal Darta Da Zru Waim
Tu Che Pa Ghusa Shwy Os Ba Sa Waim
اوس راته لږ غوږ کېږده چې زۀ وایم
تېر چې دي پخوا هغه به نۀ وایم
تۀ خو اجازه راکړه چې ووایم
خیر دے څۀ به وایم څۀ به نۀ وایم
ټيټ دې شي باڼۀ پۀ ځېر کتو زما
اوس به نو زۀ چا ته پښتانۀ وایم
بد مې پۀ اغیار هم پېرزو کېږي نه
زۀ چی ورته بد وايمه ښۀ وايم
تا مې یو ناڅاپه لاس پۀ خولۀ کېښود
پوهه وې چې نن درته د زړۀ وايم
ودې كړه لۀ زلفو لۀ بڼو تپوس
زۀ حمزه چې سم کله کاږۀ وایم
حمزه بابا
Hamza Baba

Comments
Post a Comment