Pa Dagha Meena Mi Da Zarru Chare Bawar Na Razii Har Zaly Klaka Wada Okre Khu Aksar Na Razii
پهٔ دغه مينه مې د زړهٔ چرې باور نهٔ راځي
هر ځلې کلکه وعده وکړي خو اکثر نهٔ راځي
Pa Dagha Meena Mi Da Zarru Chare Bawar Na Razii
Har Zaly Klaka Wada Okre Khu Aksar Na Razii
راته یي وویل څهٔ ډېر پهٔ ژړغوني اواز
نکريزې مهٔ راوړه دې کلي ته اختر نهٔ راځي
زړګی مې خوږ دی پهٔ قلار شه سر مې مهٔ خوږوه
نوي مئين لره واعظه عقل زر نهٔ راځي
لکه غوړاسکے مې د زړهٔ پهٔ تيږه اوټوکېدو
محبت نۀ د خلاصونې رو ګدر نهٔ راځي
پخوا چې ويشتی ووم جانان د کشمالو پهٔ غنچه
څومره خوشبو به مې يارانو د پرهر نهٔ راځي
ټول ارمانونه ترينه ډېر پهٔ بې وسۍ تویيږې
د زړهٔ کچکول پتري کوومه خو مګر نهٔ راځي
د خداے دپاره پښتنو ځانونه اوپيژنئ
ستاسو دپاره خو به ځانله پيغمبر نهٔ راځي
د ذات جوهر مې منجمد شو پهٔ يو داسې کور کښې
چرتۀ چې ټول عمر له سيوری وي او نمر نهٔ راځي
د اباسين ارته سينه یې ډېر پهٔ مينه زغمي
ګني نو کومې مرحلې د دهٔ پهٔ سر نهٔ راځي
پروفیسر اباسین یوسفزئ صيب
Pro Abaseen Yousafzai

Comments
Post a Comment