Pa Khuwar Naseeb Ke Ba Mi Sa Ranga Ranra Rashi Zu Che Deve Ta Tely Warkram Nu Hawa Rashi



پۀ خوار نصيب کښې به مې څۀ رنګه رڼا راشي
زۀ چې ډيوې ته تيلے ورکړم نو هوا راشي
Pa Khuwar Naseeb Ke Ba Mi Sa Ranga Ranra Rashi
Zu Che Deve Ta Tely Warkram Nu Hawa Rashi

چې پۀ ليدو يې زما مړ وجود کښې سا راشي
هغۀ ته ووايه چې خپل کلي ته بيا راشي

د خپل وطن بدامنۍ داسې خفه کړے يمه
چې څوک پۀ کړس خندا کوي ما له ژړا راشي

کۀ ستا دارو دي او کۀ دي د دکاندار پېسې
هرڅۀ به وشي خو مورجانې چې تنخوا راشي

زما‌ د‌ برښې خوشالۍ دې ټولې ستا نصيب شي
مورجانې ستا ټول تکليفونه دې پۀ ما راشي

عاجزه زۀ يې د جنت سره تشبيه ورکووم
ذکر چې چرته هم زمونږ د پښتونخوا راشي

زيت الرحمن عاجز
Zetur Rehman Aajiz


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein