Raza Che Lag Hisab Wokro Che Cha Pakhawar Prekhy Dy Zu Pakhawar Her Krama Ku Ma Pakhawar Prekhy Dy
راځه چې لږ حساب وکړو چې چا پېښور پرېښے دے
زۀ پېښور هېر کړمه کۀ ما پېښور پرېښے دے
Raza Che Lag Hisab Wokro Che Cha Pakhawar Prekhy Dy
Zu Pakhawar Her Krama Ku Ma Pakhawar Prekhy Dy
زړۀ مې پکښې نۀ ځايېږي زړونه ئې تنګ شوې دي
ځکه مې د خپل زړۀ پهٔ صلا پېښور پرېښے دے
خاندو به جانانه خو چې کلي ته نزدې شو لږ
ياد ساته چې دواړو پهٔ ژړا پېښور پرېښے دے
تا چې به پهٔ ټوقو کښې د دې کوڅو ملنګ ګڼۀ
هغه ليوني خو پهٔ رښتيا پېښور پرېښے دے
زړۀ او ذهن دواړه مې لا اوس هم ستا پهٔ ښار کښې دي
ياره! پهٔ وللّٰه نور مې پخوا پېښور پرېښے دے
تا به وې اتله چې خوشحال اوسې اباد اوسې
ما پهٔ خوشحالۍ ستا پهٔ دعا پېښور پرېښے دے
ډاکټر اسرار اتل
Dr Israr Atal

Comments
Post a Comment