Zrru Che De Rakare Dy Janan Ba Darna Ghuwarama Dard Che De Rakare Dy Darman Ba Darna Ghuwarama
زړۀ چې دې راکړے دے جانان به درنه غواړمه
دړد چې دې راکړے دے درمان به درنه غواړمه
Zrru Che De Rakare Dy Janan Ba Darna Ghuwarama
Dard Che De Rakare Dy Darman Ba Darna Ghuwarama
ما درکړے زړۀ ګورے جانانه ډېر پۀ خيال ساته
دے کۀ دي ضايع کړو نو تاوان به درنه غواړمه
تا چې مې د مينې بوټے نال کړو د زړۀ دشته کښې
اوس د تړمو اوښکو يو باران به درنه غواړمه
باغ دے ماښامے جانان هم شته دے جام هم
لويه خدايه خېر د خپل ايمان به درنه غواړمه
شپه چې د وصال وي پوله خوښه به زما وي
دا اجر جانانه د هجران به درنه غواړمه
زۀ چې د جنت حورو غلمانو کښې ډېر تنګ شمه
خدايه بيا د دې دنيا ياران به درنه غواړمه
ياره کۀ دې خوښه وي رېبار به ترينه وباسو
زۀ تسکين چې څۀ غواړم پۀ ځان به درنه غواړمه
تسکين مانېروال
Taskeen Manerwal

Comments
Post a Comment